IQNA

 په مراکش کې د قرآڼ د نړیوالو سیالیو اتلسم پړاؤ ترسره کیږي

14:17 - July 17, 2024
د خبر لمبر: 3489548
ایکنا -  د؛ محمد شپږم ؛ جایزه د مراکش د قرآڼ نړیوالو سیالیو اتلسم پړاؤ د روان لمریز کال د شهریور په  ۱۳ او ۱۴ ددغه هیواد په کازابلانکا ښار کې ترسره کیږي.

ایکنانیوز د المغرب ۲۴ انټرنیټي سایټ له قوله راپورراکړ،دغه سیالۍ د مراکش د اوقافو او داسلامی چارو د وزارت  په همت  سره او د قرآن کریم د حفظ،ترتیل، تجوید او تفسیر په مختلفو څانګو ترسره کیږي.

د مراکش د اوقافو وزارت  د یوې خبرتیا په صادرولو سره وئیلي دي، ددغو سیالیو ترسره کیدا د قرآن کریم د حفظ ،تجوید او تفسیر ته  ددغه وزارت داهتمام په چوکات کې  او په ۱۴۴۶قمری کال کې د  پیغمبر اکرم(ص) د  نیکمرغه میلاد دکلیزې په مناسبت ترسره کیږی.

ددغې خبرتیا په اساس، د مراکش د ؛شپږم محمد؛ په نامې سره د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو اتلسم پړاؤ به د کوربه هیواد پر استازو سربیره، د اسلامی،عربی،افریقائي، اروپائي او آسیائي هیواونو د ډیرو قاریانو او حافظانو د شتون شاهد هم وي.

 په دغې خبرتیا کې راغلي دي، چې ددغو سیالیو پرانیتسونکي دستورې به د ۲۰۲۴کال د ستمبر په ۳ نیټه سه شنبې ورځې سهار لس نیمې بجې د کازابلانکا ښار د؛دوهم حسن؛ جومات د فاؤنډيشن په څو رسنه ایزکتابتون کې په یوه ځاي کې پیل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4227020

  

captcha